اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) سېنټ كښې د پاكستان پیپلز پارټي پارلیمان?? لارښودې سینیټر شیرې رحمن وئيلي دي د اولس لپاره امن ا?? استحكام زمونږ د ټولو ذمه واري ده، پي ټي آئي ته مو وئيلي وؤ چې دومره ظلم وكړې څومره چې بيا زغملے شئ، بايد پي ټي آئي په خپلو كړو د اولس څخه بخښنه اوغواړي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سینیټر شیري رحمن ووئيل د پي ټي آئي حکومت د اپوزیشن پ?? ضد هر ډول حربې آزمائيلي، اقتدار تلونكے راتلونكے څيز دے، باني پي ټي آئي په خپل دور كښې زندانونو كښې بنديوانو سیاسي کاركنانو څخه د هر څه اغستو خبره كړې وه،د اولس لپاره امن ا?? استحکام زمونږ د ټولو ذمه واري ده،دې وو??ېل د پي ټي آئي حکومت كښې د سپكو سپورو راج ؤ،مونږ د ترهه ګرۍ پ?? ضد لويې قربانۍ وركړي كومه چې د بده مرغه بيا پېل كېږي، دې وو??ېل د خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت بايد خپلي صوبې ته پام لرنه وكړي،پي ټي آئي اول د خبرو اترو او پارلیمانی کمېټو كښې د خبرو او كېښناستلو ذكر نه كولو،بايد پي ټي آئي په خپلو كړو د قام څخه بخښنه اوغواړي۔
Nguồn bài viết : VA Điện Tử